د ځوانانو ونډه په سیاست کې؛ اړتیا، فرصت او مسؤلیت
په هر ملت کې ځوانان د بدلون، خوځښت او راتلونکی استازی وی. د دوی فکری، جسمی او معنوی ځواک که سم وکارول شی، کولای شی هر ډول ټولنیز، اقتصادی او سیاسی تحول ته لار هواره کړی. په ځانګړی ډول، د سیاست په ډګر کې د ځوانانو ونډه یوه حیاتی اړتیا ده، نه یوازې ځکه چې دوی د ټولنې اکثریت جوړوی، بلکې له دې امله هم چې دوی د نوښت، عدل، شفافیت او رغنده فکر سرچینه وی.
ولې د ځوانانو سیاسی مشارکت مهم دی؟
ځوانان له زړو، ستړو سیستمونو ستړی وی. هغوی تل د نوو حللارو، موډرنو لیدلورو او نوښتګر تفکر سره راځی. دا ډول فکر د سیاسی جوړښتونو د اصلاح لپاره اړین دی.
د راتلونکی نسل استازیتوب
ځوانان هغه قشر دی چې د راتلونکی ستونزې او فرصتونه یې د دوی له اوسنی دریځ سره تړاو لری. که دوی نن پریکړه کوونکی نه وی، سبا د دوی راتلونکی د نورو لخوا ترسیمېږی. له همدې امله، باید نن سیاست کې خپله ونډه واخلی.
نننی سیاست له عامو خلکو سره د وصلېدو لپاره عصری وسایلو ته اړتیا لری. ځوانان د ټولنیزو شبکو، ډیجیټل کمپاینونو او مجازی خبرو اترو له لارې کولی شی سیاسی پوهاوی خپور کړی او غږ پورته کړی.
ځوانان د نورو نسلونو په پرتله ډېر اغېزمن ارتباطی ځواک لری. دوی کولای شی خپل ملګری، کورنۍ، او ټولنه د رأیې ورکولو، بدلون غوښتلو او مشارکت لپاره تشویق کړی.
د ټولنې فعاله غړی
د سیاست برخهوالو ته باید یواځې د مشرانویا وزیرانو په سترګه ونه کتل شی. هر ځوان سیاسی بحث، مدنی فعالیت او ټولنیزو خوځښتونو له لارې سیاسی مشارکت کولی شی.
ځوانان فعال ذهنونه، قوی ارادې او د بدلون غوښتونکی زړونه لری. دوی له خیالی شعارونو نه، بلکې له عملی اقداماتو سره ژور تړاو لری. دا ځانګړتیاوې د سالم، بااحساسه او مسؤل سیاست لپاره ارزښت لری.
د افغانستان په څېر هېواد، چې د کلونو جګړه، بحران او بېثباتۍ له امله له پرمختګ شاته پاتې دی، همدا اوس له داسې نسل سره مخ دی چې د بدلون تمه ترې کېږی. دا نسل ځوانان دی. که چیرې دوی سیاست ته داخل نه شی، د سیاست مخ د زړو ناسالمو کړیو له خوا کنټرولېږی راځئ چې د خپل هېواد د برخلیک پریکړهکوونکی واوسو، نه یوازې تماشهچیان. ځوان سیاستوال، فعال مدنی مشران، نوښتګر مشاورین او د ولس واقعی استازی جوړ شو!
په درنښت
فعال سیاسی: ویساءصافی

