متن سربرگ خود را وارد کنید

د ځوانانو ونډه په سیاست کې؛ اړتیا، فرصت او مسؤلیت

د ځوانانو ونډه په سیاست کې؛ اړتیا، فرصت او مسؤلیت
په هر ملت کې ځوانان د بدلون، خوځښت او راتلونکي استازي وي. د دوی فکري، جسمي او معنوي ځواک که سم وکارول شي، کولای شي هر ډول ټولنیز، اقتصادي او سیاسي تحول ته لار هواره کړي. په ځانګړي ډول، د سیاست په ډګر کې د ځوانانو ونډه یوه حیاتي اړتیا ده، نه یوازې ځکه چې دوی د ټولنې اکثریت جوړوي، بلکې له دې امله هم چې دوی د نوښت، عدل، شفافیت او رغنده فکر سرچینه وي.
ولې د ځوانانو سیاسي مشارکت مهم دی؟
ځوانان له زړو، ستړو سیستمونو ستړي وي. هغوی تل د نوو حل‌لارو، موډرنو لیدلورو او نوښتګر تفکر سره راځي. دا ډول فکر د سیاسي جوړښتونو د اصلاح لپاره اړین دی.
د راتلونکي نسل استازیتوب
ځوانان هغه قشر دی چې د راتلونکي ستونزې او فرصتونه یې د دوی له اوسني دریځ سره تړاو لري. که دوی نن پریکړه کوونکي نه وي، سبا د دوی راتلونکی د نورو لخوا ترسیمېږي. له همدې امله، باید نن سیاست کې خپله ونډه واخلي.
نننی سیاست له عامو خلکو سره د وصلېدو لپاره عصري وسایلو ته اړتیا لري. ځوانان د ټولنیزو شبکو، ډیجیټل کمپاینونو او مجازي خبرو اترو له لارې کولی شي سیاسي پوهاوی خپور کړي او غږ پورته کړي.
ځوانان د نورو نسلونو په پرتله ډېر اغېزمن ارتباطي ځواک لري. دوی کولای شي خپل ملګري، کورنۍ، او ټولنه د رأیې ورکولو، بدلون غوښتلو او مشارکت لپاره تشویق کړي.
د ټولنې فعاله غړي
د سیاست برخه‌والو ته باید یواځې د مشرانویا وزیرانو په سترګه ونه کتل شي. هر ځوان سیاسي بحث، مدني فعاليت او ټولنیزو خوځښتونو له لارې سیاسي مشارکت کولی شي.
ځوانان فعال ذهنونه، قوي ارادې او د بدلون غوښتونکي زړونه لري. دوی له خیالي شعارونو نه، بلکې له عملي اقداماتو سره ژور تړاو لري. دا ځانګړتیاوې د سالم، بااحساسه او مسؤل سیاست لپاره ارزښت لري.
د افغانستان په څېر هېواد، چې د کلونو جګړه، بحران او بې‌ثباتۍ له امله له پرمختګ شاته پاتې دی، همدا اوس له داسې نسل سره مخ دی چې د بدلون تمه ترې کېږي. دا نسل ځوانان دي. که چیرې دوی سیاست ته داخل نه شي، د سیاست مخ د زړو ناسالمو کړیو له خوا کنټرولېږي راځئ چې د خپل هېواد د برخلیک پریکړه‌کوونکي واوسو، نه یوازې تماشه‌چیان. ځوان سیاستوال، فعال مدني مشران، نوښتګر مشاورین او د ولس واقعي استازي جوړ شو!
په درنښت
فعال سیاسی:  ویساءصافی

لینک کوتاه خبر:

https://csjao-b-afg.org/?p=9910

نظر خود را وارد کنید

آدرس ایمیل شما در دسترس عموم قرار نمیگیرد.

پربحث ترین ها

پیشنهادی: